ګوادر 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هېواد كښې په اوسنو بارانونو كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو له 20 لكه٬ ژوبل شوو له 5 لكه روپۍ د يو كس په سر د مرستې وركولو اعلان سره وئېلي دي د باران له امله د شوي زيان به ازاله كولې شي٬د ځپليو تر آبادولو به مرسته روانه ساتو٬د اولس خذمت د حكومت فرض دے٬په بشپړه توګه د تباه شوو كورونو مالكانو له به 7 لكه روپۍ معاوضه وركولې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبۍ ورځ وزيراعظم د طوفاني باران له امله د ځپلې شوې سيمې ګوادر دوره وكړه۔په دې موقع د بلوچستان اعلٰی وزير سرفراز بكټي د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم د پرواز په مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك څخه د ګوادر او سوئېلي بلوچستان كښې د اوسنو بارانونو له امله د شوي زيان او جاري مرستې كاروائيو په اړه بريفنګ واغست۔وزيراعظم ته د هېواد په نورو سيمو كښې د زيان او ځپليو مرستې لپاره په اقدامات هم تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ووئيل د جديد ټيكنالوجۍ او سيټلائټ د لارې د قدرتي آفتونو څخه وړاندې د خبرتيا نظام وضع كړئ۔ دغسې وزيراعظم هدايت وكړو چې د ځپلې مواصلاتي ډهانچې بحالۍ او نجي املاك ته د زيان په تفصيلي جائزه رپورټ وړاندې كړئ۔ په دې موقع هغه د ځپليو كسانو سره په خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم چوكۍ سوګند پورته كولو سره زه دلته راغلے يم٬ داسې نه شي كېدے چې په ګوادر كښې د طوفاني بارانونو له امله ځپلې كسان په دې سخت وخت كښې يواځې پرېښودلے شي۔د دې نه پس وزيراعظم ځپليو لپاره جوړ كړې شوې كيمپونو كښې ځپليو له د مرستې سامان او چيكونه وركړل۔په دې موقع وزيراعظم ته د بارانونو څخه د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د اوسنو بارانونو له امله په ګوادر كښې 3100 كورونه ځپلې شوي٬په جيواني كښې 125 ٬ په پسني كښې 25 ٬ په سنسر كښې 260 كورونو ته زيان رسېدلے٬ 93 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي۔د بارانونو له امله 200 ډنګر هم ځپلې شوي ٬ دغسې 19 متاثره لارې بحال كړی شوي٬لرې پرتو سيمو كښې د نيوي او د بلوچستان حكومت چورلكو د لارې د مرستې سامان ورسولے شوے۔د ځپليو لپاره د آرمي او سول ادارو د اړخه مېډيكل كيمپونه لګولې شوي۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د ځپليو او مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل په 26 فرورۍ طوفاني بارانونو كښې ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو كښې تباهي شوې٬د لوئې څښتن شكر كوم چې په ګوادر كښې كوم ځاني زيان نه دې شوے٬په بلوچستان كښې پنځه كسان مړه شوي٬د هغوي د كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كوو۔ده د بلوچستان اعلٰی وزير ته د سوګند پورته كولو نه پس په سمدستي توګه ځپلې شوې سيمې ګوادر ته په رسېدلو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د بلوچستان اعلٰی وزير په سخت وخت كښې په سمدستي توكه دلته راغلے او د ځپليو مرسته يې كړی۔دا كوم احسان نه بلكې د حكومت فرض دے٬مونږ د ځپليو سره ولاړيو۔د بلوچستان اعلٰی وزير په مشرۍ كښې به د ټولو زيانونو ازاله كولې شي۔ده ووئيل د پاك پوځ٬نيوي٬كوسټ ګارډ٬د سندھ پي ډي اېم اے مننه كوم چا چې ځپليو له په سخت وخت كښې مرسته رسولې۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د خپلو وروڼو سره ولاړ يو او مونږ به دا فريضه ترسره كوو۔ده ووئيل وفاقي حكومت ځپليو له 100 اربه روپۍ وركړي۔د بارانونو په مهال په ټول هېواد كښې 44 كسان په حق رسېدلې٬لوئي څښتن دې د هغوي مغفرت وكړي٬په حق رسېدلې د هر يو كس كورنۍ له به 20 لكه٬ژوبل كسانو كورنيو له به پنځه پنځه لكه٬ د تباه شوو كورونو مالكانو له به 7 نيم لكه روپۍ معاوضه وركولې شي۔ده ووئيل په دې مهال ده په كاروائيو كښې كاركردګي ښوونكو ملازمانو له هم د تعريفي اسناد وركولو اعلان وكړو۔