اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د آزاد جمو و کشمير د تاسيس 76مه ورځ به (نن) د نهې په ورځ په 24م اكتوبر روايتي جوش او جذبې سره لمانځل?? شي٬ په دې لړ كښې تيارۍ جاري دي٬ دا ورځ هر كال د 24م اكتوبر كال 1947 كښې د آزاد جمو و كشمټير رياست جوړېدو په ياد كښې لمانځلې كېږي٬ په دې ورځ به د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل د قرارداد??نو له مخې د هند په غېر قان??ني توګه د مقبوضه جمو و كشمير تر آزادۍ د هلو ځلو جاري ساتلو د عزم تجديد كول?? شي٬ د دې ورځې پېل به په پايه تخت مظفر آباد كښې د 21 توپو سلامۍ سره كېږي ٬ په جومات??نو كښې به د پاكستان سلامتيا او د مقبوضه كشمير زر تر زره آزادۍ لپاره خاص دعاګانې غوښتل?? شي۔ د دې ورځ مناسبت سره به د آزاد جمو و كشمير په ټولو ضلعي هېډكوارټرز كښې خاص دستورې٬ د بېرغ هسك كولو او دعائيه دستورې كول?? شي۔ د آزاد جمو و کشمير صدر ، وزيراعظم او د قانون ساز اسمبلۍ غړي او نور كشميري مشران به په دې مو??ع بېلا بېلو دستورو ته وېناګانې كوي٬ د كشمير د آزادۍ هلو ځلو شهيدانو٬ هېروز ته به خاص پېرزوئنې وړاندې كول?? شي او د دوي د عظيم قربانيو د نه هېرولو لوظ به كول?? شي۔
د آزاد جمو و کشمير د تاسيس 76مه ورځ به (نن) روايتي جوش او جذبې سره لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی