اسلام آباد18 دسمبر(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) خارجه كونسل 17م غېر معمولي غونډې لپاره د پارليمنټ هاؤس انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې شوې۔د خاص مېلمنو هركلي لپاره په پارليمنټ په لارو كښې سور كارپټ غوړولې شوې او د سېنېټ او قامي اسمبلۍ په ودانو لائيټونه او ګلونه لګولې شوي۔پاكستان د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې كوربتوب كوي چې پكښې د اسلامي هېوادونو خارجه وزيران٬مندوبين٬استازي٬ د بېلو تنظيمونو مشران او غېر ملكي مبصرين ګډون كوي۔دا مهمه غونډه په افغانستان كښې په رامخې ته شوې صورتحال رابللې شوې ده۔د او آئي سي غېر معمولي غونډې كولو په موقع د پارليمنټ هاؤس په ښه ډول ښكلې كړې شوې دغسې چې د خاص مېلمنو په ښه ډول هركلے وكړې شي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی