اسلام آباد۔28جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد د بلوچستان په كېچ سيمه كښې په امنيتي ځواكونو د بريد سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې ترهګر د خپلو بزدلانه كارروائيو د لارې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي ، د بلوچستان د پرمختګ او د هېواد د سلامتيا مشن به روان وي۔ د جمعې په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان لمخې داخله وزير شېخ ر شيد احمد د بلوچستان په كېچ ضلع كښې په امنيتي ځواك د ترسره شوي ترهګر بريد پېښې غندنه كړې ده۔ هغه د ترهګرو د بريد په نتيجه كښې د امنيتي ځواك ځوانانو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ داخله وزير ووئيل په امنيتي ځواك ترهګر بريد د غندنې او افسوس وړ پېښه ده ٬ د وطن په حفاظت مامور اهلكار په نښه كول تر ټولو زياته ناوړه ترھګري ده۔ هغه ووئيل چې ترهګر د خپلو بزدلانه كارروائيو د لارې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي ، د بلوچستان د پرمختګ او د هېواد د سلامتيا مشن به روان وي
د داخله وزير شېخ رشيد احمد د بلوچستان په كېچ سيمه كښې په امنيتي ځواكونو د بريد غندنه
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ