سپيكر سردار اياز صادق سينيټر اسحاق ډار ته د دوهم وزيراعظم چوكۍ په سنبالولو مباركي وركړه


اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سېنېټر اسحاق ډار ته د دوهم وزيراعظم چوكۍ په سنبالولو مباركي وركړې۔ د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده اسحاق ډار له د ډپټي وزيراعظم په حېث په ټاكل كېدو د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل چې د اسحاق ډار د دوهم وزيراعظم تقرري د هغه په صلاحيتونو د باور څرګندونه ده۔ده هيله څرګنده كړه چې سېنېټر اسحاق ډاربه د دوهم وزيراعظم په توګه هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روانولو لپاره خپل بشپړه صلاحيتونه وكاروي