اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) پاك فضائیه د یوم تكبیر سلورجوبلی تاریخی ورځ په موقع د ټول قام عزم ته سلام كړې دې۔ د پاك فضائیه وياند د اتوار په ورځ جاری شوې بيان كښې وئيلي چې 28 مئي 1998 پاكستان د هند د اشتعال انګیز جوهری تجربات ځواب كښې اتومي چاؤورځي كولو سره خپل اتومي صلاحیت ثبوت ښكاره كړې۔وياند ووئيل پاك فضائیه په دېمهال خپل سی ون تھرټی الوتكو د لارې جوهری او حساس آلات ټیسټ سائټ ته رسولو سره قامي خودمختارۍ تحفظ كښې مهم كردار ترسره كرې دې او په دې مهال د فضائیه جنګي الوتكو ټیسټ څخه وړاندې او د تجريو په مهال فضائی تحفظ كړې۔وياند ووئيل د پی اے اېف جنګي الوتكي په دې مهال چمتو وي او پائلټ د دښمن د كومي هم الوتكي مخنيوي لپاره چمتو ؤ۔وياند ووئيل د پاكستان د فضائی پولو حفاظت لپاره د پاك فضائیه عزم نن هم هغسې دې او فضائیه د قام دفاع لپاره هر وخت چمتو دې۔وياند ووئيل پاك فضائیه په دې تاریخی واقعه كښې په مهم كردار ترسره كولو وياړ لري او په دې یادګار ورځ د پاك فضائیه هر يو سپاهي عهد كوي چې هم هغه لګن او عزم سره به د هېواد د فضائی پولو دفاع جاری ساتلې شي۔
پاك فضائیه د یوم تكبیر سلورجوبلی تاریخی ورځ په موقع د ټول قام عزم ته سلام
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات