اسلام آباد 12 اکتوبر(اے پی پی) د الخدمت فاٶنډېشن صدر د پېښور څخه د خوراك څښاك څيزونو د 124 ټن سامان 7 ټركونه افغانستان ته لېږلي . دا سامان به په انګور اډه د پولې چارواكو ته سپارلې شي او د هغه ځائ څخه به د افغانستان پكتيكا ولايت ته رسولې شي. د ټركونو لېږلو په موقع د الخدمت فاٶنډېشن صدر محمد عبدالشكور ووئيل الخدمت فاٶنډېشن د خپلو مظلومو او مجبورو افغانانو وروڼو هر ډول ممكنه مرستې له پوخ عزم لري. د الخدمت يو پلاوې په كابل كښې موجود دے كوم چې د كډوالو د كېمپونو دورې كولو سره سره د مهمو ښارونو په روغتونونو كښې د طبي اسانيو جاج اخلي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ