پېنډۍ ۔16جنوری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي څلور واړه شريف له سياست څخه مائنس دي٬ ن لیګ د بزدلانو ډله ده ٬ نواز شريف دې د ناروغتيا ډرامه نه كوي ، هېواد ته راتللو سره دې سياست وكړي ٬ د اپرېل نه وروستو به حالات سم شي او اپوزيشن ته به ماتې وشي٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ اپوزيشن چې څومره ئې مرضي مارچ دې وكړي هېڅ هم كېدو والا نه دي۔ د اتوار په ورځ په پېنډۍ كښی د مور او بچي روغتون دورې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې داخله وزير ووئيل د مولانا فضل الرحمان نوم احترام سره اخلم٬ درې مياشتې حكومت لپاره ډېرې مهمې دي ٬ د اپرېل نه وروستو به حالات سم شي۔ هغه ووئيل هېواد كښې به بلدياتي ټاكنې كېږي۔ هغه ووئيل د حكومت په ضد خبرې كوؤنكي ټول د چھانګا مانګا پیداوار دي۔ د مخالفې ډلې مشر بيان په اړه شېخ رشيد احمد ووئيل شهباز شريف عمران خان لپاره يو ښكلې خوب دې۔ داخله وزير ووئيل ان هاؤس بدلون يو خوب دے۔ هغه ووئيل ما وړاندې وئيلې وو چې فنانس بل به پاس شي٬ د دوئي غړي كم شول۔ هغه ووئيل دوئي ته وئيل غواړم چې عدم اعتماد راوړۍ غړي به مو نور هم كم شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن وائي چې په 23 مارچ به د اولس سمندر وي ٬ زه دوئي ته وئيل غواړم چې دوئي سره راتلونكي زيات كسان به د 23 مارچ په پرېډ كښې ګډون وكړي۔ هغه ووئيل د اپوزيشن لخوا كوم ټف ټائم په نظر نه راځي٬ داخله وزارت به لارې پرانستې ساتي كه دوئي قانون په خپل لاس كښې نه اخلي نو لارې به پرانستې وي۔ بياهم اپوزيشن له به د کووډ۔19 خيال ساتل او د قانون احترام كول وي۔ شېخ رشيد ووئيل آئي اېم اېف ته د كال 1958 راهيسې 23 ځله تلې يؤ ٬ هر ځل آئي اېم اېف زيات سخت وي۔ د مري پېښې په اړه داخله وزير ووئيل زه مري ته د خلقو بچ كولو له لاړم كه ما دې ته پام ګرځولې نه و نو دغلته به د 23 په ځائې 40 كسان مړه وې۔ پاك پروردګار دا كار ما نه واخست او مري ته تللو سره مې د وزيراعظم په منظورۍ فوج رېنجرز رابللو سره مري كښې وكارولو۔ هغه ووئيل كه مري ته په تللو مو بندېز لګولې نه وې نو دغې ځائې څخه به مو 7 سوه ګاډي راكوز كړې نه وو چې ورسره به نور كسان هم مړه شوي وو۔ هغه ووئيل په پېنډۍ كښې ناله لئي منصوبه منظور شوې ده، زمونږ سياست د خلقو د ښېګړې لپاره دې خلقو ته زيان رسولو لپاره نه دې۔ هغه ووئيل د روغتون د تعمير رفتار نه مطمئن نه يمه دې كښې به لا بهتري رامخې ته كول وي۔
څلور واړه شريف له سياست څخه مائنس دي٬ د اپرېل نه وروستو به حالات سم شي او اپوزيشن به ماتې وخوري٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج