لاهور 07 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان ښكاره وئيلي دي د پينډورا پيپرز به پلټنې كولې شي او څوك چې هم مجرم وګرځيد د هغه په ضد به كاروائي كولې شي، مريم نواز د پوځ په ضد سخت بيان وركوي،د هغې د ادارو په ضد بيانونه غير ذمه وار دي، شهباز شريف كه د مفاهمت خبره كوي نو مريم نواز د هغې په ضد خبره كوي، (ن) ليګ چې كوم ځاے ته ورسيد د هغې ذمه واره مريم ده، دوه كاله پس چې كله ټاكنې كيږي نود (ن) ليګ او پيپلز پارټي نوے الائنس ګورم، د وزيراعظم عمران خان ملګرے يم او هغه سره ولاړ يم، افغانستان كښې امن ته اړتيا ده، د افغانستان استحكام د پاكستان استحكام دے، پاكستان به د كوم هم فشار راتللو نه غير د افغانستان مرسته روانه ساتي۔ده د زيارت په ورځ نادرا ميګا سنټر كښې پرېس كنفرنس ته وينا كوله۔ شيخ رشيد احمد ووئيل د پنجاب وزيراعلي سره زما ملاقات شوے چې پكښې هغه سره د د وقار النساء پوهنتون او ناله لئي پرانستې په اړه خبره شوې او ډير زر به د دې پرانسته وكړې شي۔ده ووئيل د بلوچستان زلزلې په اړه د اېف سي نارتھ آئي جي سره په رابطه كښې يم ٬ دغسې زمونږ ځوانان هلته كار كوي۔شيخ رشيد احمد ووئيل د پينډورا پيپرز د لارې د زمان پارك 2 ملوث كولو ناوړه ھڅه شوې، وزير اعظم عمران خان په ښكاره وئيلي چې پلټنې به كيږي او څوك چې هم مجرم وګرځيد د هغه په ضد به كاروائي كولې شي۔ده ووئيل د افغانستان استحكام د پاكستان استحكام دے او كه هلته عدم استحكام وي نو سيمه كښې مسئلې راپيدا كيدې شي،دا مهال هلته حالات ښه والي پلو روان دي او د ګاونډي په حيث مونږ ته كتلے كپږي،د لوي څښتن فرمان له مخې د ګاونډي په ګاونډي حق وي۔ده ووئيل د نړۍ د فشار راتللو نه غير به د افغانستان مرسته روانه ساتلې شي، خواهش لرو چې د افغانستان خاوره زمونږ په ضد ونه كارولې شي او نه زمونږ خاوره د هغوي په ضد وكارولې شي۔ شيخ رشيد احمد ووئيل اين سي او سي ښه كار كړے د كومې چې ټوله نړۍ معترف ده خو دښمن عناصر د ويكسي نېشن عمل په بدنامولو د دښمن لاس قوي كوي، پاكستان په كورونا وائرس د بنديزونو نه غير په ښه ډول قابو موندلے۔
د پينډورا پيپرز پلټنې به كېږي، څوك چې هم مجرم وګرځيد د هغه په ضد به كاروائي كولې شي،د مريم نواز د ادارو په ضد بيانونه غير ذمه وار دي،د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد خبرې كنفرنس ته وينا
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔