اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په پاکستان نرسنګ کونسل اېکټ 1973 كښې بدلونونه كولو له پاکستان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 اړوندې قائمه کمېټۍ ته لېږلے دے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه د سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پاكستان پيپلز پارټي غړي سيد رفيع لخوا په پاکستان نرسنګ کونسل اېکټ 1973 كښې لا بدلونونو لپاره د پاکستان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 د وړاندې كولو تحريك وړاندے كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه۔ د تحريك منظورۍ څخه وروستو ده بل ايوان ته وړاندې كړو۔ د قامي اسمبلۍ غړي سيد رفيع د بل په خصوصيات رڼا اچولو سره ووئيل مونږ غواړؤ چې دا اداره دې لا ښه او فعاله كړې شي۔ دا اداره كوم مقصد لپاره چې جوړه كړې شوې وه او اوس د دې څه صورتحال دے٬ دې پلو بايد پام وګرځولې شي۔ زه غواړم دا بل د قامي اسمبلۍ د روغتيا قائمه كمېټۍ ته ولېږلې شي دغسې چې د روغتيا وزارت او د اړوند سټېك هولډرز رائے او مشاورت د لارې دا بل لا ښه كړے شي۔ په دې سپيكر سردار اياز صادق بل اړوندې قائمه كمېټۍ ته ولېږلو
پاکستان نرسنګ کونسل (ترمیمی) بل 2024 لا بدلون له قائمه كمېټۍ ته ولېږلے شو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا