کراچۍ 24 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو مو??دلو٬ معاشي استحكام او د برامدات زياتولو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د حكومت په وخت او موثره اقدامات په سبب سټاك ماركيټ د تاريخ لوړې كچه ته رسېدلے ٬ د آئي ټي په برامدات او ترسيلات زره كښې رېكارډ زياتوالے راغلے ، کرنټ اکاٶنټ مثبت دے، د كاروباري ورورولۍ په معاونت راتلونكو پنځو كالو كښې برامدات يو په دوه كولو لپاره پوخ عزم لرو، د نجکارۍ عمل به سپېځلے كوٶ٬ كاروباري ورورولۍ سره به په مشاورت داسې لائحه جوړوو چې ورسره صنعت وده وكړي او د كاروباري ورورولۍ مسئلې حل شي، اېف بي آر به په بشپړه توګه ډيجيټائز كوٶ۔ د شورو په ورځ د كراچۍ نوميالو كاروباري شخصياتو سره په خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل بزنس كميونټي سره په ملاقات ډېر خوشحاله شوم٬ كاروباري ډله په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري، د قامونو په ژوند كښې لوړې ژورې راځي٬ ھغه قامونه ژوند بيا مو??ي كوم چې ستونزې يو چېلنج ګڼي او په مو??عو ئې بدلوي، ده ووئېل د الېکشن نه وروستو نوے حكومت جوړ شوے٬ په سندھ كښې د پيپلز پارټي٬ وفاق كښې مخلوط، پنجاب كښې د مسلم ليګ (ن)، بلوچستان كښې اتحادي او په خېبرپښتونخوا كښې د پي ټي آئي حكومت جوړ شوے، د شخصي خوښې او ناخوښې نه پرته به د هېواد ګټې لپاره سوچ كول وي٬ ستونزې به چېلنج ګڼو او د دې به مقابله كوٶ٬ ده ووئېل مو??ږ له به د هېواد د مسئلو ادراك كول وي او د دې حل لپاره به په ګډه وړاندې كېدل وي او د هېواد د لاسه وركړے مقام به ترلاسه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د کاروباري ورورولۍ په مشاورت سره د ګټورو پاليسيو په جوړولو كښې خوښي لرو دغسې چې مو??ږ خپل برامدي صنعت بهتر كړو او مسئلې حل كړو ۔ده ووئېل دا لوظ كوو چې په راتلونكو پنځو كالو كښې به خپل برامدات يو په دوه كول وي٬ دغسې په زرعي څانګه كښې به انقلاب راولٶ٬ د معدنيات په څانګه كښې هم د پرمختګ ډېر ګنجائش شته٬ ده ووئېل ضرورت د دې خبرې دے چې هېواد ته په نړيوالو قامونو كښې جائز مقام وركړو٬ بې روزګارۍ او په افراط زر كښې كمے كوو چې پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې زياته شي، مو??ږ له خپل ګرېوان ته سر ورښكته كولو ته اړتيا ده ٬ نورو ته ګوته نشو نيولې٬ اوس هم اوبه د ورښه تېرې نه دي٬ په خاص توګه د څلور پنځو بېلا بېلو څانګو پرمختګ لپاره به په ګډه كار كول و او٬ په دې لړ كښې په اوسنۍ موده كښې د تاريخ ډېر مثالونه مو??ږ سره موجود دي٬ ده ووئېل معاشي پرمختګ لپاره د کاروباري ورورولۍ مرستې ته اړتيا ده٬ مو??ږ به د دوي په مشاورت سره پاليسۍ جوړوٶ دغسې چې پاكستان د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې نشي، د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووېيل د قاچاق مسئله يواځې چينو٬ غنمو ٬ سره او تر سټيل محدود ن?? ده٬ د وسلې هم قاچاق كېږي٬ نور هم ډېر څيزونه دي چې قاچاق ئې كېږي او مو??ږ ته ريونيو نه ترلاسه كېږي٬ دا ډېره مهمه مسئل?? ده د دې حل كولو ته پاملرنه كوٶ، په دې كښې به وخت لګي خو مو??ږ دې پلو پام ګرځولے ،ده ووئېل د چ??نو قاچاق او په ذخيره اندوزۍ قابو مو??دل لازمي دي۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال سټاك ماركيټ لوړې كچې ته رسېدلے او په مارچ كښې د آئي ټي برآمدات هم زيات شوي٬ كرنټ اكاٶنټ هم مثبت دے او ترسيلات زر هم زيات شوې، دې مو??عې څخه د ګټې پورته كولو يواځنۍ لاره دا ده چې كاروباري ورورولۍ چې څومره مطالبې دې تر كومه حده چې كېدې شي ترسره كړې شي، برآمدات زياتولو د لارې مو??ږ د غېر ملكي زرمبادله د پانګو مسئله حل كولې شوو ٬ راتلونكې مياشت كاروباري ورورولۍ سره په غونډه كښې به معاشي پرمختګ لپاره په اقدامات غور كولې شي او چې كومې مسئلې هم وي ھغه به په مشاورت حل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ضمانت دركوم چې د نجكارۍ عمل به سپېځلے وي، بيورو کريسي به خنډان راجوړولو ته نه پرېږدو، د پي آئي اے د نجکارۍ او د ايئرپورټس د آٶټ سورسنګ معامله كښې به جوائنټ وېنچر كولې شي، د ډسکوز د نجکارۍ پحقله پرېكړه به په مشاورت كولې شي٬ په زيان د چلېدونكې سركاري ادارو له امله په كلنه توګه د اربونو كهربونو روپۍ ضائع كېږي، کاروباريان دې په دې لړ كښې راوړاندې شي٬ د حكومت كار پاليسۍ جوړل دي كاروبار كول نه ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت جوړېدو سره برآمد كوٶنكو ته د 65 اربه روپو ريبېټ وركړے شو٬ وخت راغلے چې مو??ږ معاشي پرمختګ لپاره جديد ټيکنالوجي وكاروٶ دغسې چې پېداور زيات شي٬ په ټولو مهمو وزارتونو كښې د نړيوال مهارت لرونكې کنسلټنټس تعيناتوٶ٬ راتلونكې مياشت د سعودي عرب يو بل د لوړې كچې كاروباري پلاوي به د پاكستان دوره كوي ۔ وزيراعظم ووئيل كاروباريانو سره د 2700 اربه روپو په معاملو عدالتونو كښې كېسونه روان دې٬ مو??ږ له پرېكړه كول دي چې په پور ژوند كول دي يا په عزت او وقار سره، کاروباريان دې د حكومت لاس ښپې جوړ شي٬ حكومت به دوي نه مايوسه كوي۔ په دې مو??ع د سندھ ګورنر کامران ټيسوري، وزيراعليٰ سيد مراد علي شاه او وفاقي وزيران هم موجود وو۔
حکومت په ګرانۍ او بې روزګارۍ قابو موندلو٬ معاشي استحكام او د برامدات زياتولو عزم لري ٬ د كاروباري ورورولۍ په معاونت راتلونكو پنځو كالو كښې برامدات يو په دوه كولو لپاره پوخ عزم لرو ۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha