اسلام آباد25اګست (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي د ??رو??دګرو معاونت ته حكومت اول پام لرنه كوي، كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ حکومت د اېګريکلچرل ټرانسفارمېشن پلان د لارې په زرعي څانګه كښې په لويه كچه اصلاحات كوي چې په زړه پورې اثرات ئې رامخې ته كېږي۔ د وز??راعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وز??راعظم د دې خيالاتو څرګندونه د کسان کارډ کارکردګۍ په اړ?? د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې خاص د كر كېلې خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه، ډاکټر شهباز ګل، شهزاد اکبر، د پنجاب وز??راعلي سردار عثمان بزدار، صوبائي وز??ران هاشم جواں بخت، حسېن جهانياں ګرديزي او اړ??ندو چارواكو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول په لږه موده كښې د درې لكه 75 زره نه زيات كسان كارډ وركړے شوي او دا شمېره په تندۍ سره زياتېږي۔ د دې كارډ په سبب د سبسډي په مد كښې ??رو??دګرو ته تر اوسه 5 لكه 95 زره ټرانزيکشنز شوي او په مجموعي توګه 60 كروړه سبسډي څخه استفاده شوې ، هيله ده چې د سبسډي په سبب به سږ كال د پومبې پېداوار ډېر زيات شي۔ غونډې ته ووئېل شول د کسان کارډ اجراء څخه د ټوكن نظام خ??تمه روانه ده چې ورسره به ??رو??دګرو ته د دوي حق نېغ په نېغ رسېدے شي او د كرپشن به هم خ??تمه وشي، ??رو??دګرو ته نورو آسانيو لپاره ډيلرز ته د كارډ كارولولپاره مشينان هم وركړے كېږي
د وزيراعظم عمران خان د کسان کارډد کارکردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے