اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدر مملک?? آصف علي زرداري ډا??ريکټر جنرل اېف آئي اے احمد اسحاق جهانګير لپاره د سول ايوارډ منظوري وركړه۔ ډا??ريکټر جنرل احمد اسحاق جهانګير له به د قدر وړ په خذمات ستاره امتياز وركولې شي ۔ اېف آئي اے د اړخه جاري كړو اطلاعات له مخې احمد اسحاق جهانګير د ډا??ريکټر جنرل اېف آئي اے په حېث د انساني سمګلنګ، ترهه ګرۍ مخنيوي ، مني لانډرنګ او آن لائن جنسي هراسګي غوندې سختو جرمونو مخنيوي كښې مهم كردار ترسره كړے، ده د ماشومانو جنسي استحصال مخنيوي له كوتلې تګلارې خپلولو سره هېواد كښې يو خصوصي سېل جوړ كړے او د سا??بر چيلنجونو مخنيوي لپاره ېي د نړيوالو ادارو سره قوي رابطو جوړولو له مهم كردار ترسره كړے۔ احمد اسحاق جهانګير په كال 1992 كښې پاکستان پوليس سروس كښې شموليت اختيار کړے، د ده تعلق د 20م کامن سره دے،ده په پاکستان كښې د سا??بر کرائم مخنيوي قانون او قانون نافذ کوونكو ادارو کارکردګۍ كښې په زړه پورې کردار ترسره كړے۔احمد اسحاق جهانګير په نړيواله كچه د ايجنسۍ کارکردګۍ كښې اضافه کړې او د نړيوالو ادارو سره ئې مرستې ته وده وركړې۔دې نه ځانله د ده په خذمات كښې د پوليس د روايتي طريقو څخه په جديد ??ريقو بدلول هم شامل دي،ده پوليس رولز 2018-2017 مسوده جوړه هم كړې،كومې سره چې د پوليس د کار په تګلارو كښې ښه والے راغلے۔احمد اسحاق جهانګير ته د ښې کارکردګۍ په سوب په 1995 كښې صدر پوليس ميډل هم وركړے ؤ۔د اېف آئي اے ډي جي احمد اسحاق جهانګير له به سول ايوارډ په 23 مارچ 2025 دستوره كښې وركولې شي۔
صدر مملکت آصف علي زرداري ډائريکټر جنرل اېف آئي اے احمد اسحاق جهانګير لپاره د سول ايوارډ منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina