اسلام آباد 15دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف آرمي ??بلك ??كو?? پېښور كښې د شهيدو شوو ماشومانو او استاذانو قربانيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د اے پي اېس پېښور د بے ګڼاه ماشومانو او استاذانو قربانۍ چرې هم هېرې نه كړې شي٬ 16 دسمبر 2014 ورځ به د هېواد په تاريخ كښې د تورې ورځې په توګه ياد ساتلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د آرمي ??بلك ??كو?? پېښې 9م تلين په موقع جاري خپل يو بيان كښې كړې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د 16 دسمبر پیښې ټول هېواد چې په كوم غم او درد اخته ك??ے ؤ هغه د بيانولو وړ نه ده۔ده ووئيل د آرمي ??بلك ??كو?? ماشومانو قربانو څخه مونږ ته دا پیغام ترلاسه شوے چې مونږ خپلو كښې اختلافات هېر كړو او د ترهه ګرۍ څخه پاك٬پرمختللي او څوكاله هېواد لپاره په ګډه هلې ځلې وكړو۔
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔