لاهور/ اسلام آباد 12 جولائی(اے پی پی )وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې هغه د چائنا پاكستان اكنامك كورېډور پېشرفت په ذاتي توګه جاج اخلي كوم به چې د منطقې د كروړنو خلكو ژوند بدل كړي۔د نهې پھ ور?? رائے ونډ كښې په خپل كور د وارد ټېلي كام انټرنېشنل چيئرمېن او د ابوظهبي ګروپ يونين نېشنل بانك او يونائټډ بينك لمېټډ چيئرمېن شېخ نهيان بن مبارك النهيان په مشرۍ كښې يو پلاوي سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې د 34 ارب ډالر پراجېكټ او رېلوے نظام سره به ټوله سيمه يو بل سره وتړلې شي۔ ده ووئيل زما حكومت د امن٬استحكام٬معاشي پرمختګ او د بشپړ انفراسټركچر ډوېلپمنټ ترلاسه كولو له هېواد په سم لور روان كړې۔ده هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له د اپرېشن ضرب عضب په كاميابۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل حكومت صنعتي څانګې ته د پرله پسې برېښنا رسنه باوري كړې او تر كال 2018 به په ټول هېواد كښې د توان پھ كمبوت قابو وموندلې شي۔ده ووئيل راروان كال كښې به د ګيس پھ كمبوت ??م قابو وموندلې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د 90 په لسيزه كښې اسلام آباد لاهور موټروے جوړه كړې شوه ه او د دغه وخت 900 ارب روپو سرمايه كارۍ سره لا 13 موټرويز جوړېږي۔دا سرمايه كاري به د دې كال تر پاې د يو ټرلين روپو څخه زياته شي۔شېخ نهيان بن مبارك النهيان د وزيراعظم په كامياب آپرېشن او د روغتيا دولت په ترلاسه كېدو ده ته مباركي وركړه۔ده د وزيراعظم د مشرۍ كردار ستائېلو سره ووئيل پاكستان كښې د تېرو دريو كلونو په مهال د معيشت په ټولو څانګو كښې ښھ والې رامخې ته شوې۔ده ووئيل د حكومت سپيځلې او په مراعاتو اډانه سرمايه كار پالېسو په سوب پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره يو مثالي هېواد جوړ شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان په تندۍ سره معاشي پرمختګ كړې او غېر ملكي سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې۔ ده ووئيل چې وزيراعظم په نړيواله كچه د خپل هېواد حقيقي تشخص ترلاسه كولو كښې مرسته كړې۔د پلاوي په نورو غړو كښې د موبي لنك٬الفلاح بينك چيف اېګزېكټيو او د ابوظهبي بورډ آف ډائرېكټرز غړي شامل وو۔
د چائنه پاكستان اكنامك كورېډور منصوبې پیشرفت په ذاتي توګه جاج اخلم
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa