د سعودی عرب وژن 2030 ماډل څخه زدكړي ته اړتيا ده،كوټلي پرمختك او نمو لپاره د پالیسیو تسلسل ته ضروري دے ۔ د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د سعودی عرب د اړخه ”امپلیمنټیشن مینجمنټ” په سرخط وړومبي ورکشاپ ته وينا


اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د سعودي عرب وژن 2030 ماډل څخه د زدكړې په اهمیت زور راوړولو سره وئيلي دي كوټلې پرمختګ او نمو لپاره د پالیسیو تسلسل ته اړتيا ده۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د سعودي عرب د اړخه ”امپلیمنټیشن مینجمنټ” په سرخط وړومبي ورکشاپ كښې ورچوئل ګډون په موقع خپله وينا كښې وكړه۔دا وركشاپ په درېو برخو د مشتمل سیریز وړومبۍ برخه ده د كوم راروان سیشنز كښې به چې ډیجیټل ټرانسفارمیشن او سماجي بدلون ته پام لرنه كولې شي۔ دستوره د خصوصی سرمایه کارۍ سهولت كونسل په مرسته شوې چې مقصد ئې د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه اقتصادي مرسته لا قوي كول دي۔د ورکشاپ سرخط د ”سعودی-پاك اقتصادي مرستي ټاسك فورس – پاکستان ټرانسفارمیشن” ؤ چې پكښې سینئر حکومتي عهدیدارو پشمول د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان، سفیر عمومي سلمان احمد، د خزاني وزیر صلاحكار خرم شهزاد، ټول وفاقي سیکرټریز، د وفاقي حکومت سینئر افسرانو او د صوبائي حکومتونو نمائندګانو كډون وكړو۔ورکشاپ ته وينا كښې د خزاني وزير د سعودي عرب وژن 2030 ماډل څخه زدكړې په اهمیت زور راوړلو سره ووئيل دا د پالیسیو د كوتلي نفاذ د ښو تګلارو عملی مثال دے۔د ورکشاپ په آخر كښې د پاکستان د نړيوالو غوره طریقو څخه ګټه پورته كولو، سعودي عرب سره مرستي ته ودې وركولو او اقتصادي او سماجي بدلون ایجنډا مخ په وړاندې بوتللو له د عزم پخلے وشو۔ ورکشاپ د پاکستان او سعودی عرب ترمينځه روانه مرسته کښې يو مهم پیش رفت دے د كوم مقصد چې اقتصادي اړيكې قوي كول او د حکمرانۍ او بدلون لپاره ښې طریقې خپلول دي۔

متعلقہ مضامین