اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال په دو?? اړخيز?? اړيكو او په سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د ګل په ورځ د څلور ملكي دورې په دوهم پړاؤ كښې تهران ته رسېدلې۔د مهرآباد په هوائي اډه د لوېديزې آسيا ډي جي رسول اسلامي د ده هركلے وكړو۔د ايران خارجه وزير سره په ملاقات كښې دواړو شخصياتو د پ??كستان او ايران پ?? اړيكو او د منطقې په صورتحال تفصيلي خبرې وكړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د پلاوي نور غړي هم موجود وو۔پھ دې موقع مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان ايران سره سياسي او ا??تص??دي اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ده ووئيل چې ګاونډي هېوادونو سره پ?? اړيكو كښې بهتري زمونږ د خارجه ??ال??سۍ وړومبۍ ترجيح ده۔په دې موقع د ايران خارجه وزير جواد ظريف ووئيل چې ايران د دواړو هېوادونو غور?? اړيكو او پاكستان سره د دو?? اړخيزه مرستې ودې لپاره پوخ عزم لري۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير د خپلې څلور ملكي دورې په وړومبي پړاؤ كښې د ګل په سهار د افغانستان پايه تخت كابل ته تللې و۔ده افغان اولس مشر اشرف غني او د افغانستان خارجه وزير سره ملاقاتونه وكړل۔په دې ملاقاتونو كښې په دو?? اړخيز?? اړيكو٬د افغانستان د امن عمل او په نړيواله او سيمه ايز صورتحال خبرې وشوې۔(م ع/ګ
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران خارجه وزير جواد ظريف سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia