اسلام آباد ۔ 21 جون (اے پی پی) هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبد الباسط د پاكستان پوزيشن په ډاګه كولو سره وئيلي چې مذاكرات او پېشګي شرطونه يو ځائې نشي تلې۔ هيله ده چې ددواړو هېوادونو ترمينځھ دوه اړخيزه مذاكرات به نزدې سباؤن كښې بيا پېل شي۔ هندي ورځپاڼې دي هندو ترمخه ده ووئيل دواړه اړخونه دې د مذكراتو امكاناتو له دروازې پرانستې ساتي۔ د يو?? پوښتنې په ځواب كښې عبد الباسط ووئيل سياست او لوبه بايد بېل بېل وستالې شي۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د كركټ مېچونو سره سره نور لوبې هم بايد وكړې شي۔ ده ووئيل په 3 كلن خپل دور كښې ما د پاك هند اړيكې ښه كولو له ډېر كار وكړو۔ او مونږ لوئے عزم لرلو۔ ولې چې ??زی??اعظم محمد نواز شریف په مئی 2014ء كښی د هند دورې كولو يوه د زړه ورتيا پرېكړه وكړه ولې د كمې قسمتۍ نه د مذاكراتو عمل په ځائې ولاړ پاتې شو۔ ده ووئيل په تېرو درې كلونو كښې دسمبر 2015ﺀ كښې د دواړو هېوادونو يو بل سره په باضابطه خبرو كولو د رضامندۍ څرګندونه تر ټولو لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل كله چې دواړه هېوادونه د خبرو عمل پېل كولو ته سلا شوي نو بيا بايد لا وخت ضائع نه كړې شي۔ د يوې بل?? پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځھ د كشمير مسئلې ته بنيادي حېثيت حالصل ترلاسه دے او ددې مسئلې حل نه غېر منطقه كښې امن بحال كېدې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د كشمير مسئلې حل د كشميري اولس د هيلو او ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه كېدل غواړي
مذاكرات او پېشګي شرطونه يو ځائې نشي تلې۔ سياست او لوبه بايد بېل بېل وستالې شي۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د كركټ مېچونو سره سره نور لوبې هم بايد وكړې شي۔ د پاكستاني هائي كمېشنر عبد الباسط هندي ورځپاڼې “دی هندو” سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ریل رش