اسلام آباد 05 اپرېل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن لاهور كښې په پوځي ځوانانو د بريد غندنه كولو سره وئېلي دي امنيتي ځواكونو او ټول قام د ترهه ګرو په مړانه مقابله كړی او د هغوي عزائم ناكامولو له ټول قام يو موټے دے۔د شورو په ورځ په يو بيان كښې اولس مشر د ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره صوبائي حكومت او اړوندو چارواكو ته د ژوبل كسانو درملنې له د ټولو آسانيو كارولو سپارښتنه كړې۔ده ووئيل عمليات ردالفساد ترمخه د ترهه ګرو په ضد كاروائۍ روانې ده۔ده امنيتي ادارو ته سپارښتنه وكړه چې د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو په ضد عمليات تند كړي دغسې چې ترهه ګر زر تر زره منطقي انجام ته ورسولې شي۔اولس مشر ووئيل تر آخري ترهه ګرو ختمولو له په قلاره نه كيښنو۔ده ووئيل زمونږ پوځي ځوانانو د دې نه وړاندې هم د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركړي او هغوي له باور وركوم چې د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بي ځايه نه ځي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د سر شمېرې پشمول ټولې قامي پروژې په وخت بشپړولو له ټول وسائل وكاروئ ۔اولس مشر په پېښه كښې د شهيدو شوو او ژوبل شويو كسانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه
د سر شمېرې پشمول د ټولو قامي پروژو په لاره كښې د خنډانو راولاړونكو په ضد دې سخته كاروائې وكړی شي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار